امنيتي مسوولين وايي، په تېره يوه مياشت كې د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې د نشه يي توكو د قاچاق او پلور په تور ۷۵ تنه نيول شوي دي.
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، پوليسو له نيول شوو كسانو ۵۶ كيلو ګرامه نشه يي توكي ترلاسه كړل.
د نوموړي په خبره، په ياده موده كې د كابل له ښار او ولسواليو په نشه روږدي ۴۰۰ كسان راټول شوي او د نشې پرېښودو مركزونو ته لېږدول شوي دي.
بايد وويل شي، چې څه موده وړاندې د كابل امنيه قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې مدير ميان احمد احمدي او د دې ادارې پنځه نور كاركوونكي د نشه يي توكو د قاچاق او وېش په تور ونيول شول.