ads

په هرات کې د ۱۱ ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا شوې

د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټ الوتکې په برید کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. هغوی د ولایت مقام مخې ته د وژل شوو کسانو د جسدونو د راوړلو تر څنګ په دې اړه د امنیتي مسولینو د ځواب ویلو غوښتنه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 سلواغه 1398
په هرات کې د ۱۱ ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا شوې

د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټ الوتکې په برید کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغوی د ولایت مقام مخې ته د وژل شوو کسانو د جسدونو د راوړلو تر څنګ په دې اړه د امنیتي مسولینو د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.
د وژل شوو کسانو یو خپلوان حاجي رنګین وایي، دغه کسان کور ته پر لاره وو، چې بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې په نښه کړل.
دی وایي، په وژل شوو کسانو کې شپږ ماشومان، درې ښځې او دوه نارینه شامل دي.
بلخوا، د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، چې د بهرنیو ځواکونو په دغه هوایي برید کې د ملا احمد په نوم د وسله والو طالبانو یو قومندان وژل شوی دی.
هغه زیاتوي، چې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعاوو په تړاو به څېړنې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې هم د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو په یو هوایي برید کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA