ads

پاکستان: د سولې په هوکړه کې دې له دغه هېواده د افغان کډوالو د وتلو طرحه شامله شي

پاكستان له امريكا غوښتي، چې له ياد هېواده افغانستان ته د افغان كډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره د زماني جدول طرحه هم د سولې په هوكړه ليك كې شامله كړي. دا غوښتنه د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي تېره شپه په اسلام اباد كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 سلواغه 1398
پاکستان: د سولې په هوکړه کې دې له دغه هېواده د افغان کډوالو د وتلو طرحه شامله شي

پاكستان له امريكا غوښتي، چې له ياد هېواده افغانستان ته د افغان كډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره د زماني جدول طرحه هم د سولې په هوكړه ليك كې شامله كړي.
دا غوښتنه د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي تېره شپه په اسلام اباد كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په ليدنه كې كړې ده.
قريشي ټينګار كړى، چې پاكستان د سولې بهير د اسانولو لپاره خپلې ټولې هڅې كوي او په افغانستان كې د سولې ملاتړى دى.
بل پلو د پاكستان لومړي وزير عمران خان له خليلزاد سره د ليدنې په مهال ويلي، چې په افغانستان كې سوله په پاكستان او سيمه كې د سولې په معنا ده.
د يادونې وړ ده، چې پرون او نن په اسلام اباد كې په پاكستان كې د مېشتو افغان كډوالو د وضعيت په اړه دوه ورځنى نړيوال كنفرانس ترسره شو.
دا كنفرانس هلته د افغان كډوالو د اوسېدو د ۴۰ كلونو د پوره كېدو په مناسبت جوړ شوى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA