په كاپيسا كې د ولسي پاڅون كوونكو پر پوستې د وسله والو طالبانو په ماين چاودنه او وسله وال بريد كې د دغو ځواكونو نهه تنه وژل شوي دي.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند قيس قادري كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا درې بجې لومړى د نجراب ولسوالۍ په افغانيه دره كې د ولسي پاڅون كوونكو په پوسته كې د طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد.
دى وايي، تر چاودنې وروسته طالبان پوستې ته داخل شول او د پېښې ټپيان يې په ډزو ووژل.
خو وسله وال طالبان ادعا كوي، چې په نجراب ولسوالۍ كې يې پر يوې پوستې د بريد په ترڅ كې د يوه قوماندان په ګډون ۱۱ امنيتي سرتېري وژلي دي.