ads

ناټو په سوريه كې د تركيې د يوازې پرېښودو ګواښ وكړ

د ناټو يوه لوړپوړي چارواکي تازه رسنيو ته ويلي، که ترکيه په سوريه کې خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړي، دوى به يې له ملاتړه لاس واخلي. ده زياته کړې، دوى په هغه صورت کې د ترکيې ملاتړ پرېږدي، چې دغه هېواد بياځلي په سوريه کې د پوځي اقدام هڅه وکړي. بلخوا ترکيې د ناټو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 سلواغه 1398
ناټو په سوريه كې د تركيې د يوازې پرېښودو ګواښ وكړ

د ناټو يوه لوړپوړي چارواکي تازه رسنيو ته ويلي، که ترکيه په سوريه کې خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړي، دوى به يې له ملاتړه لاس واخلي.
ده زياته کړې، دوى په هغه صورت کې د ترکيې ملاتړ پرېږدي، چې دغه هېواد بياځلي په سوريه کې د پوځي اقدام هڅه وکړي.
بلخوا ترکيې د ناټو پر ګواښ سربېره د سوريې په ادليب او حلب سيمو کې په وسلو سمبال ۱۵۰ ټانکونه او ګڼ سرتېري ځاى پر ځاى کړي دي.
ترکيې د ۲۰۱۹ ميلادي کال په اکټوبر مياشت کې په سوريه کې د کرد وسله والو د ځپلو په هدف پوځي عمليات پيل کړل، چې د امريکا په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو له جدي غبرګون سره مخ شول.
انقره ادعا کوي، چې کرد وسله وال د کردستان د کارګرانو له ګوند سره پراخې اړيکې لري او دا ګوند د ترکيې د حکومت په وړاندې له کابو دوو لسيزو راهيسې مبارزه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA