ads

محمد اشرف غني د جمهوري رياست ټاكنو ګټونكى شو

د ټاكنو خپلواك كمېسيون له نېږدې پنځه مياشتني ځنډ وروسته بالاخره د سې شنبې په مازديګر د روان لمريز كال د جمهوري رياست ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې، چې له مخې محمد اشرف غني ګټونكى شو. د دې كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ يوې خبري غونډې ته وويل، محمد اشرف غني د يو ميليون، ۸۲۳ […]

نویسنده: hewadpal
29 سلواغه 1398
محمد اشرف غني د جمهوري رياست ټاكنو ګټونكى شو

د ټاكنو خپلواك كمېسيون له نېږدې پنځه مياشتني ځنډ وروسته بالاخره د سې شنبې په مازديګر د روان لمريز كال د جمهوري رياست ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې، چې له مخې محمد اشرف غني ګټونكى شو.
د دې كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ يوې خبري غونډې ته وويل، محمد اشرف غني د يو ميليون، ۸۲۳ زره، ۹۴۸ معتبرو رايو له جملې ۹۲۳ زره، ۵۹۲ رايې ګټلي، چې ۵۰ اعشاريه ۶۴ فيصده كېږي.
د هغې په وينا، عبدالله عبدالله ۳۹ اعشاريه ۵۲ فيصده، ګلبدين حكمتيار درې اعشاريه ۸۵ فيصده او رحمت الله نبيل يو اعشاريه ۸۶ فيصده رايې خپلې كړې دي.
مېرمن نورستانۍ زياته كړه، د دغو پايلو پر بنسټ محمد اشرف غني د جمهوري رياست ټاکنو ګټونکی دی.
بايد وويل شي، چې د جمهوري رياست ټاكنې د تېرې تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA