ads

صدیقي: حکومت د تاوتريخوالي كمولو له طرحې سره هوکړه کړې

افغان حكومت وايي، په هېواد كې پر اوربند د مذاكراتو په ګډون يې نورو پړاوونو ته د داخلېدو لپاره د تاوتريخوالي له پام وړ كموالي سره هوكړه كړې ده. د جمهوري رياست وياند صديق صديقي نن يوې خبري غونډې ته وويل، د تاوتريخوالي كموالى طالبانو ته يو فرصت دى، چې په افغانستان كې د جګړې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 سلواغه 1398
صدیقي: حکومت د تاوتريخوالي كمولو له طرحې سره هوکړه کړې

افغان حكومت وايي، په هېواد كې پر اوربند د مذاكراتو په ګډون يې نورو پړاوونو ته د داخلېدو لپاره د تاوتريخوالي له پام وړ كموالي سره هوكړه كړې ده.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي نن يوې خبري غونډې ته وويل، د تاوتريخوالي كموالى طالبانو ته يو فرصت دى، چې په افغانستان كې د جګړې د بندولو په هدف خپله ژمنه څرګنده كړي.
دى وايي، افغان او امريكايي ځواكونه په ګډه د تاوتريخوالي كمېدو د ميكانيزم پر جزياتو كار كوي.
صديقي يو ځل بيا ټينګار وكړ، چې د حكومت مركچي پلاوى به ټول شموله وي او له طالبانو سره په خبرو كې به د سياسي قشر او د افغانستان د خلكو استازيتوب وكړي.
ده زياته كړه، د سولې مذاكراتو پرېكړې به د افغانستان خلك په يوې لويې جرګې او يا هم په وړو جرګو كې تصويب كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر چارواكي وايي، د دوى او امريكا ترمنځ د سولې هوكړه به د روانې فبروري مياشتې تر پايه لاسليك شي.
افغان حكومت مخكې خبردارى وركړى و، كه طالبان سرتاسري اوربند ونه مني، د سولې مذاكرات به پايله ورنه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA