ads

د لغمان ولایتي چارواکي د وسله والو طالبانو د ځپلو خبر ورکوي

د دغه ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزي کلید ته وویل، چې د لغمان زیاتې سیمې چې پخوا به پکې وسله والو ډلو فعالیت کاوه، د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال تصفیه شوي دي. خو بل لور ته د لغمان ځایي اوسېدونکي شکایت کوي، چې ډېر کله د افغان ځواکونو له لوري د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 سلواغه 1398
د لغمان ولایتي چارواکي د وسله والو طالبانو د ځپلو خبر ورکوي
افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د دغه ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزي کلید ته وویل، چې د لغمان زیاتې سیمې چې پخوا به پکې وسله والو ډلو فعالیت کاوه، د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال تصفیه شوي دي.
خو بل لور ته د لغمان ځایي اوسېدونکي شکایت کوي، چې ډېر کله د افغان ځواکونو له لوري د چانيزو عملیاتو پر مهال یو شمېر سیمې له وسله والو ډلو پاکېږي، خو له عملیاتو وروسته په پاکو شوو سیمو کې امنیتي پوستې نه ځایي پر ځای کېږي، چې له څه مودې وروسته بیرته د وسله والو ډلو لاسته لوېږي.
د لغمان اوسېدونکي په پاکو شوو سیمو کې د امنیت د ټینګښټ په هدف د دایمي امنیتي پوستو د جوړېدو غوښتنه کوي.
په ورته مهال، د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزی بیا وایي، د دغه ولایت په ټولو هغو سیمو کې چې عملیات ترسره کېږي، له عملیاتو وروسته به امنیتي پوستې او د افغان ځواکونو بیزونه ځای پر ځای کړي.
د لغمان اوسېدونکي د سولې روانو خبرو ته هم هیله مند دي او تمه لري چې وسله وال طالبان به له جګړې لاس واخلي او د سولې لار به خپله کړي.
لغمان د افغانستان هغه ولایت دی چې په لېرې پرتو سیمو کې یې تر ډېره وسله وال طالبان واکمن دي او وخت ناوخته د افغان ځواکونو پر پوستو او موټریزو کاروانونو بریدونه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA