ads

د خوست په ګډون د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د بڼوالۍ ځنځيري پروګرام پیلېږي

د خوست په ګډون د هېواد په ۱۱ ولایتونوکې د کرنې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د اسیا پراختیایي بانک له لوري د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بڼوالۍ ځنځيري پروګرام پیلېږي. مسولین وايي، د دغه پرګرام دوه لوی هدفونه یې دا دي، چې له یوې خوا به د بڼوالۍ د ځنځيري ارزښت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 سلواغه 1398
د خوست په ګډون د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د بڼوالۍ ځنځيري پروګرام پیلېږي

د خوست په ګډون د هېواد په ۱۱ ولایتونوکې د کرنې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د اسیا پراختیایي بانک له لوري د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بڼوالۍ ځنځيري پروګرام پیلېږي.
مسولین وايي، د دغه پرګرام دوه لوی هدفونه یې دا دي، چې له یوې خوا به د بڼوالۍ د ځنځيري ارزښت په زیربناوو او اسانتیاوو کې ښه والی راشي او له بلې خوا به د بڼوالۍ د محصولاتو او صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیتونه لوړ شي.
په خوست کې د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروګرام مسول اباسین صدف وايي، غواړي په دې سره د بڼوالۍ او کرنې برخې ته لوړوالی او ډېروالی ورکړي.
هغه وایي، د خوست د مرکز په ګډون به ګربزو، تڼيو او اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په سلګونه جریبه ځمکه کې د خرما باغونه، سړې خونې او د اوبو حوضونه جوړکړي.
صدف وايي، د یاد پروګرام بل اړخ د د جلغوزیو او روبو د پروسېس او بسته بندۍ په برخه کې په نړیوال سټنډر د بېلابېلو ماشینونو نسبول دي.
هغه وایي، دا ټول پروګرامونه په راتلونکي هجري کال کې پیلېږي او په لویه کې یې هدف د خپلو محصولاتو په پښو درول او له بهر څخه د وارېداتو مخنیوی دی.
بل خوا یو تن بزګر مسعودخان وایي حکومت دې د بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې د خوست مېشتو لاسنیوی وکړي، چې په دې سره به له یوې خوا بزګران په ځان بسیا شي او له بل لوري به په دې ولایت کې د ځنګل وهنې په شدت روانه وهنه کمزوري شي.
د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروګرام د خوست په ګډون په کابل، ننګرهار، کونړ، پکتیا، پکتیکا، لوګر، لغمان، وردګ، غزني او بامیان ولایتونو کې د اسیايي پراختیايي بانک په مالي تمویل د افغانستان د کرنې ریاستونو په چوکاټ کې پلی کېږي.
د ذکر شوي پروګرام مسولین وايي، چې د یادې شپږ کلنې پروژې په پلي کېدو سره به نه یوازې د صادراتو کچه لوړېږي، بلکې دا خلي تولیدات به د نړیوالو سوداګریزو تصدیقونو په چوکاټ کې بسته بندي او له دې وروسته به باندینیو هېوادونو ته صادرېږی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA