ads

په پکتیکا کې د عملیاتو پر مهال ۲ وسلوال وژل شوي

د پکتیکا امنیتي چارواکي څرګندوي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې درې وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو تن يي نیول شوی دی. د امنیه قومندانې ویاند شامحمد ارین د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، ګډو ځواکونو د برمل ولسوالۍ د ملکشي په سیمه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 سلواغه 1398
په پکتیکا کې د عملیاتو پر مهال ۲ وسلوال وژل شوي

د پکتیکا امنیتي چارواکي څرګندوي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې درې وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو تن يي نیول شوی دی.
د امنیه قومندانې ویاند شامحمد ارین د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، ګډو ځواکونو د برمل ولسوالۍ د ملکشي په سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه وسلوال وژل شوي او یو بل ټپی دی.
هغه زیاتوي، چې د عملیاتو پرمهال یو وسله وال ژوندی هم نیول شوی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA