د کورنيو چارو وزارت په پکتيا، سرپل، کاپيسا، هرات او فارياب ولايتونو کې د ۳۶ ماين چاودنو د مخنيوي خبر ورکوي.
له دغه وزارته نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ځواکونو کې يې د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې ۲۸ کړۍ ماينونه، د سرپل په مرکز او صياد ولسوالۍ او د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې شپږ کړۍ ماينونه، د هرات په ادرسکن او د فارياب په قيصار ولسواليو کې دوه کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
بايد وويل شي، چې د يادو ماينونو د شنډېدو په مهال مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ