د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري تېره ورځ د چټکو توپ اچوونکو لپاره د کابل په سرپټې کرکټ اکاډمۍ کې د څلورو اونيو تمريني کمپ پيل شو.
د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، د چټکو توپ اچوونکو په دې لومړي پړاو تمريني کمپ کې د ملي لوبغاړو ترڅنګ د ۱۹ کلنو ځوانانو او کورني کرکټ چټک توپ اچوونکي شامل دي.
د دغه تمريني کمپ روزنکى دولت احمدزى وايي، په ياد لومړي پړاو کې به د لوبغاړو پر تخنيکي، تکتيکي، ذهني او فزيکي پياوړتياوو کار وشي.
دا لومړى ځل دى، چې د كابل په سرپټې كركټ اكاډمۍ كې دې لوبغاړو ته دا ډول تمريني کمپ ترسره کېږي.