د ټاكنو خپلواك كمېسيون په مركزي دفتر كې د ځانګړي تفتيش بهير او په نهو ولايتونو كې د جنجالي رايو بيا شمېرنه نن پاى ته ورسېده.
د ياد كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات كليد ته وويل، د دارالانشاء د څانګې كاركوونكي د راپور پر برابرولو كار كوي، چې د كمېسيون رهبرۍ ته يې وسپاري.
نوموړى وايي، تر راتلونكو شاوخوا څلورو ورځو به د جمهوري رياست ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شي.
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د استينافي اعتراضونو له بررسۍ وروسته پرېكړه وكړه، چې د ۱۳۷۶۳۰ رايو اړوند ۱۰ فيصده او د ۱۰۲۰۱۲ رايو اړوند ۱۵ فيصده محلونه دې ځانګړي تفتيش او د ۲۹۸ محلونو رايې دې بياځلي وشمېرل شي.