ads

د ارزګان مرستيال والي: اوسنی والي محمد شفيق اسدالله سید مې واکونه نه راکوي

د ارزګان مرستيال والي سيد سادات ناصري د دغه ولايت پر والي محمد شفيق اسدالله سعيد تور پوري کوي، چې ورسره د مور او مرې چلند کوي او حقه واکونه يې تر اخیستې دي. سيد سادات ناصري له رسنيو سره د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل، د ارزګان والي محمد شفيق اسدلله سعيد د ده […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 سلواغه 1398
د ارزګان مرستيال والي: اوسنی والي محمد شفيق اسدالله سید مې واکونه نه راکوي

د ارزګان مرستيال والي سيد سادات ناصري د دغه ولايت پر والي محمد شفيق اسدالله سعيد تور پوري کوي، چې ورسره د مور او مرې چلند کوي او حقه واکونه يې تر اخیستې دي.
سيد سادات ناصري له رسنيو سره د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل، د ارزګان والي محمد شفيق اسدلله سعيد د ده واکونه نه ورکوي او تعصبي چلند ورسره کوي.
دی وايې، تر دامهاله پر دې نه پوهېږي، چې والي ولې واکونه ورنه اخیستی او تعصبي چلند ورسره کوي.
نوموړی زياته وي، د والي په نشت کې حق لرې، چې سرپرست پاته شي، خو د سرپرستۍ په ګډون والي ده ته هېڅ حق نه ورکوي.
په ورته مهال د ارزګان د والي وياند زړګی عبادي وايي، والي محمد شفيق اسدالله سعيد ته قانون دا حق ورکړي، چې پخپله خوښه پر خپل ځاي سرپرست وټاکي.
زړګی عبادي بیا مرستيال والي په کمزوري مديريت تورنوي او زياته وي چې بي کفايت دي.
نوموړی وايي، هغه واک چې مرستيال والي ته قانون ورکړی، هغه هېچا له ده څخه نه دی اخیستی.
دا لومړی ځل دي، چې په ارزګان کې د ولايت په کچه د دومره لوړپوړو چارواکو ترمنځ اختلافات رامنځته کېږي.
تردې وړاندې هم د دغه ولايت والي د سرپرستۍ ټولې ملکي او نظامي چارې د ارزګان د مستوفيت رياست ريس بريال عصمتي ته ورسپارلې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA