ads

خوستیان: له بدمرغې جګړې ستړي یو، ښکېل اړخونه دې سوله وکړي

په خوست کې نن د يوې راټولېدنې پرمهال ځوانانو او سپین ږیرو پر وسله والو طالبانو، امریکا او افغان سیاسینو غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې اوربند وکړي او دواړه غاړې دې د مظلومو افغانانو وينه تویدنه بس کړي. یاده راټولېدنه، چې په خوست کې د یوالي او بدلون کاروان ټولنیز بنسټ له لوري […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 سلواغه 1398
خوستیان: له بدمرغې جګړې ستړي یو، ښکېل اړخونه دې سوله وکړي

په خوست کې نن د يوې راټولېدنې پرمهال ځوانانو او سپین ږیرو پر وسله والو طالبانو، امریکا او افغان سیاسینو غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې اوربند وکړي او دواړه غاړې دې د مظلومو افغانانو وينه تویدنه بس کړي.
یاده راټولېدنه، چې په خوست کې د یوالي او بدلون کاروان ټولنیز بنسټ له لوري رابلل شوې وه، د خوست د مختلفو ولسواليو قومي مشرانو او ځوانانو پکې ګډون کړی و.
مشرانو او ځوانانو تر ډېره پر افغان سیاستوالو او بهرنیو ځواکونو نیوکې کولې، چې ګني د سولې په روانه پروسه کې رښتیني نه دي.
د خوست د ولايتي شورا پخواني رییس او د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي وويل، افغان حکومت تر اوسه پر دې نه دی توانیدلی، چې د سولې لپاره یوه اجماع رامنځ کړي، څو له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره پر یوې تګلارې کار وکړي.
هغه په ورته مهال له افغان او بهرنیو ځواکونو وغوښتل چې شپنۍ چاپې او بمبارۍ بس کړي او ترڅنګ يې له وسله والو طالبانو هم غوښتنه وکړه، چې دوی هم ترور او روانه جګړه ودروي، څو د سولې لپاره روانو مذاکراتو ته لاره پرانیستل شي.
د راټولو شوو له جملې توریالي منګل وويل، دوی د سولې ملاتړي دي، خو داسې سوله او پريکړه هم نه غواړي چې د نويمو کلونو ترخې تجربې تکرار کړي.
یاد مشران وايي، جګړه د زبرځواکونو د ګټو لپاره روانه ده، خو قرباني او تاوان يې افغانان پرې کوي.
دوی پر داسې مهال پر افغان حکومت، امريکا او وسله والو طالبانو د سولې او اوربند غږ کوي، چې ويل کېږي د امريکا او دې ډلې مشران د قطر په پایتخت دوحه کې د سولې هوکړې وروستي پړاو ته نېږدې شوي دي او شونې ده چې په څو راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA