ads

امريکا له عراقه د خپلو سرتېرو د وتلو په تړاو له اروپا سره خبرې کوي

امريکايي چارواکي له عراقه د خپلو سرتېرو د وتلو په تړاو له اروپا سره د خبرو او مشورو پيلېدو خبر ورکوي. دا خبره د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار ګابريل سوما رسنيو ته کړې ده. نوموړي ويلي، له عراق څخه به په دې شرط امريکايي ځواکونه ووځي، چې ځاى يې ناټو ځواکونه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 سلواغه 1398
امريکا له عراقه د خپلو سرتېرو د وتلو په تړاو له اروپا سره خبرې کوي

امريکايي چارواکي له عراقه د خپلو سرتېرو د وتلو په تړاو له اروپا سره د خبرو او مشورو پيلېدو خبر ورکوي.
دا خبره د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار ګابريل سوما رسنيو ته کړې ده.
نوموړي ويلي، له عراق څخه به په دې شرط امريکايي ځواکونه ووځي، چې ځاى يې ناټو ځواکونه ونيسي.
بلخوا د عراق لومړي وزير برهم صالح د ناټو له سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره په خبرو کې له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو پر وتلو او د عراق خپلواکۍ ته پر درناوي ټينګار کړى دى.
د عراق پارلمان او حکومت هغه وخت له دې هېواد څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه وکړه، چې د بغداد هوايي ډګر ته نېږدې د امريکا په هوايي بريد کې د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو د قدس څانګې مشر قاسم سليماني ووژل شو.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د عراقي حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې وويل، امريکايي ځواکونه به تر هغه وخته هلته پاتې شي، ترڅو چې بغداد د واشنګټن ټول نظامي لګښتونه نه وي ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA