په چين كې ۱۴۲ نورو كسانو د كورونا ويروس له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
په دې سره په ياد هېواد كې د دغه ويروس د قربانيانو شمېر ۱۶۶۵ تنو ته ورسېد.
د راپورونو له مخې، په چين كې په كورونا ويروس د اخته كسانو شمېر ۶۸۵۰۰ ته لوړ شوى دى.
له چينه بهر هم په ۲۸ نورو هېوادونو كې په ياد ويروس سلګونه كسان ككړ دي او له كبله يې څلورو تنو ساه وركړې ده.