ads

په خوست کې د رسنیو تر منځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

په خوست کې د پنځم ځل لپاره د سيمه ييزو رسنيو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې. د يادو سياليو تنظيموونکي وايي، د دغه کار هدف یې د رسنیو تر منځ د همغږۍ او یووالي رامنځته کېدل دي. اکبرعلي سمون، چې د کرکټ دا سيالۍ يې برابرې کړي وويل، په دغو سياليو كې اته لوبډلې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 سلواغه 1398
په خوست کې د رسنیو تر منځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

په خوست کې د پنځم ځل لپاره د سيمه ييزو رسنيو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو تنظيموونکي وايي، د دغه کار هدف یې د رسنیو تر منځ د همغږۍ او یووالي رامنځته کېدل دي.
اکبرعلي سمون، چې د کرکټ دا سيالۍ يې برابرې کړي وويل، په دغو سياليو كې اته لوبډلې لوبېږي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
په ورته مهال يو تن لوبغاړى سيدولي کامران وايي، د رسنيو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو ترڅنګ غواړي خلکو ته وښيي، چې د ژورناليستانو کار يوازې د غم خبرونو ويل نه دي، بلکې ښکاره کوي، چې دوى خلکو ته له دې لارې ساتېرى او خوښي ورپه برخه کوي.
په ورته وخت کې د کرکټ د جنوب ختيځ زون مسوولينو له دوى سره ژمنه وکړه، چې د يادو اتو لوبډلو له غوره لوبغاړو څخه به يوه لوبډله جوړوي او د نورو ولايتونو له رسنيو سره به ورته سيالۍ برابروي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA