ټاكل شوې د افغانستان د واليبال ملي لوبډله د ايران د واليبال فدراسيون په همكارۍ د دغه هېواد په مشهد ښار كې تمريني كمپ ترسره كړي.
افغان لوبغاړي به د سلواغې له ۲۸مې د كب مياشتې تر ۲۸مې نېټې د ايران د واليبال فدراسيون د روزونكو تر څار لاندې تمرين وكړي.
د افغانستان د ورزش او بدني روزنې ریيس حفيظ الله ولي رحيمي دا تمريني كمپ د افغان لوبغاړو د وړتياوو او مهارتونو لوړولو په برخه كې ګټور بولي.
په پام كې ده، د افغانستان د واليبال ملي لوبډله تر ياد تمريني كمپ وروسته په بنګله دېش كې د مركزي اسيا د واليبال په سياليو كې، چې د كب له ۲۸مې د وري مياشتې تر ۱۱مې نېټې دوام كوي، ګډون وكړي.