د ارزګان سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې په کابو ۱۰۰۰ جریبه ځمکه باغونه جوړېږي.
د نيالګيو کېنولو دغه مراسم په ارزګان ولایت کې د یو شمېر مسولینو له لوري ترسره شول.
یادو چارواکو وویل، چې د مرکز ترينکوټ تر څنګ به په ولسواليو کې هم د پسرلي په راتګ سره پر کابو ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د بېلابېلو ونو نيالګي کېنوي.
د ارزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالداري ریاست ريیس احمدشاه خيري وويل، د يادو نيالګيو په اېښودلو سره به د کروندګرو اقتصادي حالت ښه شي.
په ورته مهال د ارزګان والي محمد شفيق اسدلله سعيد د خبرو پرمهال له خلکو غوښتنه وکړه، چې لږ ترلږ يو يو نيالګی په خپلو سيمو کې کېنوي.
والي د نيالګيو اېښودلو پر ګټو هم خبري وکړي او خلک يې په سيمو کې د نيالګيو ايښودلو ته وهڅول.
داپه داسي حال کې ده، چې تېر کلونه هم د ترينکوټ ښاروالۍ، د کرنې اوبول لګولو او مالداري رياست له لوري د نيالګيو کېنولو دغه ډول کمپينونه ترسره شوي وو.
دغه نیالګي بیا د بېلابېلو لاملونو له کبله له منځه ولاړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


