راپورونه وايي، بوكو حرام ترهګرې ډلې په نايجيريا کې نهه ملکي وګړي په ډزو وژلي او ۲۱ نور يې سوځولي دي.
که څه هم پوليسو د دغه بريد په تړاو ډېر جزيات نه دي ورکړي، خو ځايي چارواکو رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې بريد بوکو حرام ډلې ترسره کړى دى.
دا ډله په نايجيريا کې فعاله ده او تر ډېره په وسله والو غلاوو، د بې ګناه کسانو په وژلو او د خلکو د کورونو په لوټلو کې لاس لري.
دې ډلې په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې هلته پر ملکي وګړو خونړي بريدونه ترسره کړل.
د يادولو وړ ده، چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د بوکو حرام ډلې په بريدونو کې ۳۵ زره نايجيريايي وګړي وژل شوي او زرګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي حكومت په ځلونو د دغې ډلې د ماتې خبر ورکړى، خو هغه لا هم په نايجيريا كې فعاله ده او وخت ناوخت پر ملكيانو او حكومتي كسانو وسله وال بريدونه كوي.


