slideshow

۲۶ سلواغه ۱۳۹۸
لیکونکی: ذكريا ذكي

په ننګرهار كې هوايي بريد اته ملكي وګړي وژلي

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د هوايي بريد په مهال اته ملكي وګړي وژل شوي دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، بريد پر يوه شخصي ډاټسن موټر شوى، چې ملکي وګړي په کې تر سودا اخيستلو وروسته له کږې بازاره کور ته پر لاره وو.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي بيا كليد ته وويل، دغه هوايي بريد تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې شوى، چې له كبله يې د يوه ماشوم په ګډون اتو ملكي وګړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د هغه په خبره، د بريد هدف وسله وال طالبان وو، چې وړاندې يې له سيمې د چک پواينټ په توګه استفاده کوله، خو ملكي موټر يې ښكار شو.
خوږياڼى وايي، ولايت مقام مسوولينو ته د پېښې د څېړلو دنده سپارلې ده.
بلخوا وسله والو طالبانو ويلي، چې بريد د ملکي خلکو پر دوو موټرونو شوى، چې په ترڅ كې يې ۱۱ ملكيان وژل شوي دي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *