slideshow

۲۶ سلواغه ۱۳۹۸
لیکونکی: بختاجان بختيار

په خوست كې دوه تنه د خپل ماين په چاودنه كې ووژل شول

د خوست امنيتي مسوولين په دې ولايت كې د خپل ماين په چاودنه كې د دوو تنو د وژل كېدو خبر وركوي.
د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر کليد ته وويل، تېره شپه دوو كسانو غوښتل، چې په عليشېرو ولسوالۍ كې په لار كې ماين ځاى پر ځاى كړي، خو خپله يې ښكار شوي او دواړه وژل شوي دي.
دى وايي، معلومه نه ده، چې ياد كسان څوك وو او د چا لپاره يې ماين ځاى پر ځاى كاوه، خو په وينا يې، په دې تړاو څېړنې روانې دي.
تر دا مهاله د يادې پېښې په اړه كومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *