slideshow

۲۶ سلواغه ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

په بلخ كې د جرمونو يو پلاوونكى ووژل شو

د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې د جرمونو يو پلانوونكى پادشاه مشهور په پادشاه بابه يادګار له پوليسو سره په نښته كې وژل شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، پوليسو غوښتل د جمعې په مازديګر د مزار شريف ښار په پنځمه ناحيه كې ياد كس ونيسي، خو هغه پرې ډزې وكړې، چې له كبله يې يو پوليس ټپي شو.
د نوموړي په خبره، د پوليسو په ځوابي ډزو كې پادشاه ټپي شو او وروسته تر نيولو يې په روغتون كې ساه وركړه.
دا په داسې حال كې ده، چې د مزار شريف ښار اوسېدونكي له ناامنيو او وسله والو غلاوو شكايت كوي او له امنيتي ارګانونو غواړي، چې د دوى امنيت دې ټينګ كړي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *