ads

په چين کې د کورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد

په چين كې ۱۱۶ نورو كسانو د كورونا ويروس له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى. په دې سره په ياد هېواد كې د دغه ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد. د راپورونو له مخې، په چين كې په كورونا ويروس د اخته كسانو شمېر ۶۳۹۳۲ ته لوړ شوى دى. د دې […]

نویسنده: hewadpal
25 سلواغه 1398
په چين کې د کورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد

په چين كې ۱۱۶ نورو كسانو د كورونا ويروس له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
په دې سره په ياد هېواد كې د دغه ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد.
د راپورونو له مخې، په چين كې په كورونا ويروس د اخته كسانو شمېر ۶۳۹۳۲ ته لوړ شوى دى.
د دې هېواد د هوبي ولايت روغتيايي كمېټې اعلان كړى، چې په چين كې ۱۷۱۶ روغتيايي كاركوونكي په ياد ويروس اخته شوي، چې له ډلې يې شپږو تنو ساه وركړې ده.
هلته د كورونا ويروس د قربانيانو او پرې د اخته كسانو شمېر ورځ تر بلې د زياتېدو په حال كې دى.
پر چين سربېره د نړۍ په شاوخوا ۲۵ نورو هېوادونو كې هم سلګونه كسان په ياد ويروس ككړ دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA