slideshow

۲۵ سلواغه ۱۳۹۸
لیکونکی: ذكريا ذكي

په ننګرهار كې د کانونو د غيرې قانوني کيندنې مخنيوی وشو

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د کانونو د غيرې قانوني کيندنې مخه نيول شوې ده.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنيتي ځواکونو په كامې ولسوالۍ كې هغه وسايل او ماشينونه نيولي، چې په غيرې قانوني ډول د کان کيندنې لپاره کارول کېدل.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې له يادو ماشينونو سره څوک نيول شوي او که نه، خو د والي له قوله د امنيت د ښه کېدو ترڅنګ د فساد، غصب او نورو غيرې قانوني کړنو پر مخنيوي ټينګار شوی دى.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *