ads

په بغلان كې يو طالب سرګروپ ونيول شو

د بغلان په مركز پلخمري ښار كې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ نيول شوى دى. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، نيول شوى طالب سرګروپ سرور نومېږي، چې په مركزي بغلان ولسوالۍ كې يې پر امنيتي سرتېرو په يو شمېر ترهګريزو بريدونو كې لاس درلود. د ده […]

نویسنده: hewadpal
25 سلواغه 1398
په بغلان كې يو طالب سرګروپ ونيول شو

د بغلان په مركز پلخمري ښار كې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ نيول شوى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، نيول شوى طالب سرګروپ سرور نومېږي، چې په مركزي بغلان ولسوالۍ كې يې پر امنيتي سرتېرو په يو شمېر ترهګريزو بريدونو كې لاس درلود.
د ده په وينا، سرور په پاكستان كې له څو مياشتنيو زده كړو وروسته بغلان ته د بېرته ستنېدو په مهال د دې ولايت په مركز پلخمري ښار كې ونيول شو.
وسله والو طالبانو د دغه كس د نيول كېدو په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA