slideshow

۲۵ سلواغه ۱۳۹۸
لیکونکی: احسان الله ولسمل

په اروزګان كې د ماين چاودنې د ملي امنيت يو كاركوونكى وواژه

د اروزګان په مركز ترينكوټ ښار كې د چسپكي ماين چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ترينكوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر نظر محمد كليد ته وويل، دا چاودنه نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د ملي امنيت د كاركوونكو پر موټر شوې، چې له كبله يې د ملي امنيت يو كاركوونكى وژل شوى او يو ولسي پاڅون كوونكى ټپي دى.
نوموړى وايي، د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي.
د يادې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا نه دى منلى.
دا په تېره يوه مياشت کې په ترينکوټ ښار کې درېيمه چاودنه ده، چې رامنځته کېږي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *