د ډایکنډي امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو او برف کوچونو په پایله کې د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د والي ویاندې سکینې احساني کلید ته وویل، چې د ډایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د برف کوچونو په پایله کې شپږ تنه وژل شوي، یو تن ټپی او بل ورک شوی دی.
نوموړې زیاتوي، چې د میرامور په ولسوالۍ کې د برف کوچونو په یوه بله پېښه کې د یوې کورنې ۱۱ غړي تر واورو لاندې شوي، خو وایي، چې د دې پېښې په تړاو یې دقیق معلومات نه دي تر لاسه کړي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی و.