د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو په غونډه کې وویل، چې دغه سازمان په عراق کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتوالی نیسي.
د یاد سازمان مشر زیاته کړه، چې دوی به تر دې وروسته هم د عراقي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عراق حکومت او پارلمان تر دې وړاندې له دغه هېواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو، په ځانګړي ډول د امریکایي سرتیرو د وتلو غوښتنه وکړه.
د عراق پارلمان د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاپاسداران ځواکونو د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته دغه پرېکړه وکړه.
د امریکا جمهور رییس ډونالډټرمپ بیا د عراق د پارلمان د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل، امریکایي ځواکونو به تر هغه له عراق څخه ونه وځي، څو دغه هېواد د امریکا ټول نظامي لګښتونه نه وي ورکړي.


