د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د افغانستان په نهو ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو له کبله د ځاني او مالي زیانونو اوښتو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي کلید ته وویل، په هېواد کې وروستیو اورښتونو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ډایکنډي ولایت کې رامنځته کړې، چې درې تنه پکې وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
دی زیاتوي، چې په غزني کې هم د واورې اورېدو له کبله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عظیمي په خبره، دغه وزارت تر دې وړاندې ټولو ولایتونو ته اړین خوراکي توکي او نغدې پیسې هم استولې وې، څو اړوندې ادارې په بیړني حالت کې ترې ګټه واخلي.
د یادولو وړ ده، چې د هوا پېژندنې ادارې دوې ورځې وړاندې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو واورو، بارانونو اورېدو او سېلانونو راتلو خبر ورکړی و.