د بنګله دېش ساحلي ګار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد په بنګال خلیج کې د ۱۳۰ روهنګیایي پنا غوښتونکو کښتۍ ډوبه شوې، چې ۱۵ روهنګیایي مسلمانان پکې وژل شوي، ۷۳ یې ژغول شوي او پاتې نور یې ورک دي؟
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دوی په خبره، یادو کسانو پرون ناوخته د مالیزیا په لور حرکت پیل کړی و، چې د بنګال په خلیج کې یې کښتۍ ډوبه شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې هم ۱۲۲ روهنګیایي پناغوښتونکي د بنګله دېش د ساحلي ګارد له لوري په اوبو کې له ډوبېدو ژغورل شوي وو.


