ads

د زابل اوسېدونکو د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

زابلیانو تل پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې خپل هدفونه مشخص کړ. په همدې لړ کې یو ځل بیا د کلات ښار د بادام ګل ماڼۍ په تالار کې د دې ولایت اوسېدونکو پر جنګي ډلو ږغ وکړ، چې جګړه ودروي. دا غونډه او ورپسې لاریون […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 سلواغه 1398
د زابل اوسېدونکو د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

زابلیانو تل پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې خپل هدفونه مشخص کړ.
په همدې لړ کې یو ځل بیا د کلات ښار د بادام ګل ماڼۍ په تالار کې د دې ولایت اوسېدونکو پر جنګي ډلو ږغ وکړ، چې جګړه ودروي.
دا غونډه او ورپسې لاریون د زابل مدني ټولنې له لوري ترتیب شوی و، چې پکې د هلمند د سولي د ولسي حرکت غړو، قومی مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او عامو خلکو برخه اخیستي وه.
له هلمنده د سولې ولسي حرکت راغلو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ووی، چې دوی له هلمنده د موټریز کاروان په مټ راغلي او زابل ته يې د سولې ږغ راوړی.
په زابل کې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل، دا ډول غونډې د ولس غوښتنه ده او باید د ولس غوښتنو ته پاملرنه وشي او په هېواد کې سرتاسري سوله راشي.
یو تن دیني عالمان بیا په خپلو خبرو کې سوله الهي امر یاد کړه او زیاته يې کړه، چې د مسلمانانو د خپلمنځيو جګړو د ختمولو لپاره باید ټول په ګډه هڅې وکړي، تر څو روان جنګ ختم شي.
مدني فعال روزي محمد زابلي وویل، د روانې جګړې قرباني ځوانان دي او باید نور ځوانان په یوالي او یوه غږ د سولې لپاره لاس پکار شي.
نوموړي ووی، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې باید ورته ولسي حرکتونه زیات شي، تر څو پر جنګي ډلو فشار زیات شي او سوله ټینګه شي.
د زابل مدني ټولنې له خوا په داسي حال کې د سولي دا لویه غونډه او لاریون وشو، چې تر دې وړاندې هم د دغې ټولنې په هڅو د سولې په نوم بېلابېل پروګرامونه عملي شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA