ads

د وینې بانک لپاره جوړه شوې ودانۍ تر رغېدو وروسته بیا رغول کېږي

د کلید ګروپ له خوا ترلاسه شوي اسناد ښیي، چې په ۱۳۹۱ کال کې د کابل د وینې بانک لپاره د اووه سوه څلورنوي زره، ۵ سوه ۵۷ امریکایي ډالرو په ارزښت د یوې ودانۍ قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې دوی د دغه قرارداد په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 سلواغه 1398
د وینې بانک لپاره جوړه شوې ودانۍ تر رغېدو وروسته بیا رغول کېږي

د کلید ګروپ له خوا ترلاسه شوي اسناد ښیي، چې په ۱۳۹۱ کال کې د کابل د وینې بانک لپاره د اووه سوه څلورنوي زره، ۵ سوه ۵۷ امریکایي ډالرو په ارزښت د یوې ودانۍ قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې دوی د دغه قرارداد په اړه معلومات نه لري او یاد قرارداد د تمویلوونکي او ساختماني شرکت ترمنځ شوی دی.
دغې ودانۍ له ګټې اخیستنې وړاندې بیا رغونې ته اړتیا پیدا کړه، چې لاهم د بیارغونې چارې پکې روانې دي.
د کلید ګروپ له خوا ترلاسه شوي اسناد څرګندوي، چې یاده پروژه ډونر یا مرسته کوونکي ته، چې د فرانسې هېواد و، هم د منلو وړ نه ده او هغه د یادې پروژې وروستی قسط، چې شل سلنه کېږي، پیسې قراردادي شرکت ته نه دي ورکړې.
خو د پاتې پیسو په اړه بیا د تداروکاتو کمېسیون د مالیې وزارت ته لارښوونه کړې، چې د عامې روغتیا وزارت ته یې ورکړي.
پردې سربېره، د عامې روغتیا وزارت وایي، یاده پروژه نیمګړې پاتې وه او دوی د دې پروژې د بشپړولو لپاره شل میلیونه افغانۍ نورې هم پرې ولګولې.
د ۱۳۹۱ ل کال د وږي میاشتې په ۶ نېټه له خصوصي ساختماني شرکت سره د کابل د وینې بانک د ودانۍ جوړولو قرارداد په اووه سوه او ۹۴ زره، ۵ سوه ۵۷ امریکایي ډالرو لاسلیک شوی، چې تمویلوونکی یې هم د فرانسې هېواد و.
خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د یادې پروژې تمویلوونکي پرته له دې چې له وزارت سره مشوره وکړي، په خپل سر یې له ساختماني شرکت سره د نوموړې پروژې قرارداد لاسلیک کړی دی.
خو اوس د کلید له خوا ترلاسه شوي اسناد ښيي، چې دغه ودانۍ وړاندې له دې چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، زیانمنه او د بیا رغولو چارې یې روانې دي.
د کلید ترلاسه شوي اسناد څرګندوي چې فرانسې هېواد وروستی قسط شل سلنه پیسې قراردادي شرکت ته نه دي ورکړې او بیا د دغې پروژې لپاره د تداروکاتو د کمېسیون له خوا یو پلاوی ګمارل شوی او پلاوي د خپلو څېړنو له پای ته رسولو وروسته وړاندیز کړی، چې پاتې بودیجه باید د مالیې وزارت ته ورکړي، خو پلاوي دا په ډاګه نه دي ویلي چې ډونر ولې دغه پاتې پیسې نه ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار کلید ته وویل، دا قرارداد د وزارت او افغان حکومت له مشورې پرته له ساختماني شرکت سره لاسلیک شوی، خو بیا نه تمویلوونکي او نه هم قراردادي خپل مسوولیتونه، په هغه شان چې په قرارداد کې دي، ادا کړي: «دا داسې یوه پروژه وه چې افغان دولت په جریان کې نه و او تمویلوونکي له قراردادي سره قرارداد لاسلیک کړی و، چې تمویلوونکي هم هغه پیسې ټولې ورنه کړې. په قرارداد کې یې ژمنه کړې وه او قراردادي هم له قرارداد سره سم کار ونه کړ، نو یاده پروژه نیمګړې پاتې شوه.
کله چې د عامې روغتیا وزارت اوسنی مشرتابه خبر شو او له سیمې یې لیدنه وکړه، چې پروژه نیمګړې وه، نو ډېره اړتیا د سوځېدنې د ناروغانو د درملنې یوه مجهز روغتون ته وه، نو ځکه په هغه کمو امکاناتو چې مو درلود، دغه ودانۍ پشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو کړه».
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، د دغه وزارت مشرتابه په غیررسمي توګه له دې خبر شو چې یاده پروژه نیمګړې پاتې ده او وروسته یې له هغه لیدنه وکړه او لارښوونه یې وکړه چې باید بشپړه او د سوځېدنې د ناروغانو د درملنې لپاره ترې ګټه واخیستل شي: «دا د عامې روغتیا د وزارت ملکیت دی او کله چې وزیر خبر شو چې پروژه نیمګړې پاتې ده، نو له هغه څخه یې لیدنه وکړه او هلته یې وویل، چې د سوځېدنې د ناروغانو لپاره یوه روغتون ته جدي اړتیا ده نو دا یې د هغه لپاره په کمو امکاناتو چمتو کړه، کله داسې کیږي چې موږ له ډیرو کمو امکاناتو څرنګه ګټه واخلو».
خو بهر ته د عامې روغتیا وزارت د ویاند د سفر پرمهال د دغه وزارت سرپرست ویاند ډاکټر نظام الدین جلیل وویل، دا ودانۍ له قراردادي شرکت څخه تسلیم شوې او اوس مهال د استقلال روغتون د سوځېدنې څانګې ته ورکړل شوې ده.
جلیل وایي، ودانۍ د قرارداد له موادو سره له پرتله کېدو وروسته دوی له شرکت څخه تسلیم کړې؛ خو په دې اړه چې ډونر ولې وروستی قسط پیسې قراردادي شرکت ته نه دي ورکړې او هغه قسط ورکړل شوی او کنه، بې خبري ښيي: «یو چک لېست دی چې د هغه پربنسټ ودانۍ هره برخه لیدل کېږي، چې چارې یې له قرارداد سره سمې مخته تللې دي او کنه، چې دا کار وشو او بیا مرسته کوونکي چې دغه پروژه تمویلوي، هغوی بیا خپل شرایط لري او راځي له پروژې څخه لیدنه کوي، چې پروژه له قرارداد سره سمه پرمخ تللې ده او کنه؛ خو چې ډاډه شي پروژه له قرارداد سره سمه عملي شوې، نو بیا وروستی قسط پیسې ورکوي. د وروستي قسط پیسو په اړه زه معلومات نه لرم، چې ورکړل شوې او کنه هغه به زموږ مالي ریاست معلومات درکړي».
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د کلید د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د عامې روغتیا وزارت له دې پروژې د کار پرمهال څارنه کوله؟ وویل: له بده مرغه وزارت په جریان کې نه و، چې له دې پروژې څارنه وکړي او که په جریان کې وی؛ نو اوس به یې په اړه اسناد او شواهد هم وړاندې کړي وو: «له بده مرغه وزارت په جریان کې نه و، ترڅو له دې پروژې څارنه وکړي، خو که په جریان وی، اوس به مو اسناد هم درلودل. د اسنادو نه لرل په همدې دلالت کوي، چې موږ په جریان کې نه وو. په تېرو کلونو کې په افغانستان کې مالي سرچینې ښې مدیریت نه شوې او دا یوه له هغه زرګونو پروژو څخه ده چې په تېرو کلونو کې یې میلیونونه ډالر حیف و میل شول».
خو د کلید له خوا ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د ۱۳۹۳ کال د غویي یا ثور میاشتې په ۲۷ نېټه د الحوتي په نامه د دغه پروژې قراردادي شرکت د پروژې د کار د بشپړېدو له ډاډ ورکولو وروسته د عامې روغتیا له وزارت څخه وروستی قسط پیسې غوښتې دي او په همدغه نېټه د عامې روغتیا وزارت مشرتابه هم د شرکت مکتوب کتلی او د دغه وزارت مالي او اداري ریاست ته یې د اصولي اجراتو لارښوونه کړې ده.
دغه راز له دې وروسته د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي یا جوزا د میاشتې په ۱۱ نېټه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري رئیس په لاسلیک د دغه وزارت د معالجوي طب ریاست ته مکتوب لېږل شوی او په هغه کې یې د کابل د وینې د بانک لپاره د ودانۍ د سجل ډاډ ورکړی دی او د پلاوي د نومونو د ذکر کولو سربېره، پکې ویل شوي چې د میرواعظ چمن په سیمه کې د وینې د بانک لپاره د جوړې شوې ودانۍ وسایل ستاسو د استازي په حضور کې په ۴۹ پاڼو کې سجل شول او ودانۍ د وزارت استازي ته د سجل له مخې وسپارل شو.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، دوی نوموړې نیمګړې پروژه بیا د وزارت له بودیجې بشپړه کړې او په وینا یې، په ۱۳۹۷ یم کال کې یې په دغه پروژه شل میلیونه افغانۍ نورې هم لګولې دي: «په ۱۳۹۷ کال کې د دغې پروژې د بشپړولو لپاره دوه قرارداده نور هم شوي چې په هغه کې د ترانسفر د خونې جوړول، د برېښنا د برج جوړول، شنه سیمه، پخلنځی یا اشپزخانه جوړه شوې، د روغتون احاطه بشپړه شوې، تمخونه جوړه شوې او دوبي خونه جوړه شوې، چې د دغو دواړو قراردادونو ټول ټال لګښت شل میلیونه افغانۍ کېږي».
خو د استقلال روغتون مشر ډاکټر ودودالله نوري وایي، لاهم دغه ودانۍ چې د یاد روغتون د سوځېدنې څانګې ته ورکړل شوې، یو لړ ترمیم او بیا رغونې ته اړتیا لري.
نوموړی وایي، دا براورد ثاني یا دویم ځلي براورد دی، چې یو لړ ستونزې لاهم پکې شته او هغه باید حل شي.
ډاکټر نوري وایي، د دغو ستونزو د حل لپاره دوی د عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کړی او هغوی هم د یادو ستونزو د حل ژمنه کړې ده: «یو لړ جزیي ترمیم ته اړتیا وه، موږ هغه وزارت ته وړاندیز کړل او هغوی هم ژمنه وکړه، چې دا به اصلاح کړي. د جزیي ترمیم هدف دا دی چې دا ودانۍ زړه رغول شوې، نو کېدایشي چې د برق په سیستم کې یې بدلون راشي. په احاطه یې له سره کتنه وشي او داسې نور. موږ د دغه ترمیماتو غوښتنه وکړه، چې په تداروکاتي اصطلاح ورته براورد ثاني وایي، هغه څه چې په قرارداد کې نه وي او هغه پوره شي».
د استقلال روغتون مشر ډاکټر ودودالله نوري وایي، دغه ودانۍ په درېیو پړاوونو کې بشپړېږي چې دوه یې پای ته رسېدلې او په درېیم یې هم کار روان دی.
هغه وایي، دا په اصل کې یوه زړه ودانۍ وه، نو د دغه ودانۍ احیایې مجدد یا بیا رغونه، په طبي وسایلو د هغه سمبالښت او همدارنګه د هغه لپاره د مسلکي کسانو استخدام چې لومړي دوه پړاوونه یې بشپړ شوي او د مسلکي کسانو په استخدام هم کار روان دی: «په درېیو پړاوونو کې پلان شوې وه. لومړی د دغه سوځېدنې د څانګې او پلاستیکي جراحۍ د ودانۍ بیا رغونه، د هغه لپاره د طبي وسایلو چمتو کول او د دغې څانګې لپاره د مسلکي کسانو استخدام، چې بیارغونه او د یادې څانګې لپاره د طبي وسایلو چمتو کولو پړاوونه بشپړ شول؛ خو موږ اوس د مسلکي پرسونل په استخدام بوخت یو، چې دا پروسه یو څه اوږده ده».
خو د ملي تداروکاتو د ادارې مسوولین وایي، د عامې روغتیا وزارت د هغو پروژو لپاره چې تداروکاتي ستونزې یې درلودې، د هغه وخت د اقتصاد د وزیر ترمشرۍ لاندې د عامې روغتیا او ښارجوړونې وزارتونو او د تداروکاتو د ملي ادارې ګډ پلاوی په ۱۳۹۵ کال کې وټاکل شو.
د تداروکاتو د ملي ادارې د ویاند رامین ایاز په وینا، دغه پلاوي خپلې څېړنې بشپړې او خپل راپور یې د تداروکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ. د دغه راپور په وړاندیزونو کې دا وو، چې د کابل د وینې بانک لپاره تمویلوونکی هېواد وروستی قسط پیسې، چې شل سلنه کېږي، نه ورکوي او باید د مالیې وزارت دغه بودجه د عامې روغتیا وزارت ته ورکړي: «کله چې دغه پروژه دملي تداروکاتو کمېسیون ته راغله نو هلته تصمیم ونیول شو، چې د اقتصاد د وزیر ترمشرۍ لاندې د عامې روغتیا او ښارجوړولو او همدارنګه د ملي تداروکاتو د ادارې یو ګډ پلاوی په دې اړه څېړنې وکړي، چې د پلاوي په وړاندیزونو کې راغلي وو، چې د کابل د وینې بانک د ودانۍ لپاره شل فیصده بودیجه دونره نه ورکوي نو باید د مالیې وزارت دغه بودیجه د عامې روغتیا وزارت ته ورکړي، چې د تداروکاتو کمېسیون دغه وړاندیز ومانه او د مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې یادې پیسې د عامې روغتیا وزارت ته ورکړي».
خو د تداروکاتو د ادارې ویاند په دې اړه جزیات نه ورکوي، چې ډونر ولې د یادې پروژې وروستی قسط شل فیصده پیسې نه ورکوي.
د تداروکاتو د ادارې ویاند رامین ایاز په ورته وخت کې وایي، بودیجوي واحدونه د خپلو پروژو مالکیت لري او زیاتوي، کله چې کوم قراردادي خپلې چارې له قرارداد سره سمې پرمخ نه وړي؛ نو بیا باید د ملي تداروکاتو ادارې ته شکایت وکړي او دغه اداره د اسنادو په ارزولو سره هغه قراردادي د تداروکاتو د قانون پربنسټ له دوه تر پنځو کلونو له قرارداد اخیستو څخه محروموي: «د تداروکاتو د قانون پربنسټ هر بودجوي واحد د خپلو پروژو مالکیت لري او که قرارداي له قرارداد څخه سرغړونه کوي، نو باید د ملي تداروکاتو ادارې ته شکایت وکړي او موږ به له ارزونو وروسته د هغه په اړه قانوني تصمیم نیسو؛ چې که قراردادي ګرم وي، نو له دوو ترپنځو کلونو پورې محرومېږي، خو تر اوسه د عامې روغتیا وزارت له خوا موږ ته له قراردادي څخه هېڅ شکایت نه دی شوی)).
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د روغتیا او بدني روزنې کمېسیون وایي، دوی به په نېږدې راتلونکې کې د دې ودانۍ لیدنه وکړي او که د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره معیاري نه وي، نو په هېڅ صورت به له دغې ودانۍ څخه د سوځېدنې د درملنې څانګې لپاره د کارولو اجازه ورنه کړي.
د دغه کمېسیون منشي ډاکټر یارباز حمیدي وایي، که دغه ودانۍ د روغتیایي خدمتونو لپاره معیاري نه وي؛ نو دوی به خپل اواز هم تر جمهوررییس پورې ورسوي او چاته به اجازه ورنه کړي؛ څو دا ودانۍ تسلیم کړي.
ډاکټر یارباز حمیدي وایي، د ودانۍ قرارداد به هم دوی د اړوندو کمېسیونونو له خوا و ارزوي: «موږ په نېږدې راتلونکې کې د دې ودانۍ لیدنه کوو. که د سوځېدنې ناروغانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره معیاري نه و، نو موږ به خپل غږ د عامې روغتیا تر وزارته او ان تر جمهوررئیس پورې ورسوو او هېچا ته به د دغې ودانۍ د تسلیمولو اجازه ورنه کړو. د ودانۍ قرارداد به هم موږ د اړوندو کمېسیونونو له خوا وارزوو».
په داسې حال کې چې د استقلال روغتون د سوځېدنې څانګې لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ د روان ۱۳۹۸ ل کال په لومړیو کې پرانیستل شوه؛ خو لاهم له هغه څخه ګټه اخیستنه نه ده پیل شوې. د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون منشي ډاکټر یارباز حمیدي وایي، د دې ودانۍ پرانیستل کېدو کمپایني بڼه درلوده او په وینا یې لومړی باید دا ودانۍ معیاري جوړه شوې وای. په معیاري طبي وسایلو سمبال او مسلکي پرسونل یې هم استخدام شوي وی، نو بیا پرانیستل شوې وی: «دا ودانۍ مخکې له وخته پرانیستل شوې ده، باید مخکې هلته روزل شوی تشکیل او معیاري طبي وسایل موجود وي ترڅو روغتیایي خدمتونه عرضه کړي، خو له بده مرغه دغه ودانۍ په تېرو کمپاینونو کې پرانیستل شو او رسنیو پرې راپور چمتو کړ، خو لاهم خدمتونه نه عرضه کوي نو موږ دا موضوع تعقیب کړې هم ده او بیا یې هم تعقیبوو، چې ولې په دغه ودانۍ لاهم روغتیایي خدمتونه نه عرضه کیږي».
د عامې روغتیا وزارت ویاند د کلید د دې پوښتنې په ځواب چې تاسو د دغې پروژې له تمویلوونکي او یا شرکت سره اړیکې نیولې، چې ولې یې دغه پروژه نیمګړې پرېښې ده؟ وویل: ډونران یا د پروژو تمویلوونکي خپلواک دي او افغان حکومت پرې فشار نه شي راوړلای او دغه راز له شرکت سره هم د عامې روغتیا وزارت دعوا نه شي کولای، ځکه چې له هغه شرکت سره د قرارداد طرف تمویلوونکی دی، نه د عامې روغتیا وزارت: «زموږ د بهرنیو اړیکو مسوولینو هڅه وکړه، خو ډونران خپلواک دي، چې افغان حکومت ته معلومات ورکړي او کنه، موږ په ډونرانو یا تمویلوونکو فشار نه شو اچولی او موږ ته د فرانسې هېواد د دغې پروژې په اړه هېڅ معلومات نه دي راکړي.
موږ له شرکت سره هم دعوا نه شو کولای، ځکه په قرارداد کې د هغوی طرف موږ نه و او هیڅ حقوقي اسناد نه لرو، چې ورته ووایو تاسو ولې دا کار خراب کړی دی».
دا په داسې حال کې ده، چې لاهم خلک په هېواد کې په تشخیص او معیاري درملنه باور نه لري او د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي. د راپورونو پربنسټ، هرکال د درملنې په هدف نېږدې درې سوه میلیونه ډالر له هېواده بهر ته لېږدول کېږي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA