ads

په ننګرهار کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شول

د ننګرهار امنيتي چارواکي د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شېرزادو ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو په مهال ۱۱ طالبان وژلي دي. سرچينې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 سلواغه 1398
په ننګرهار کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شول

د ننګرهار امنيتي چارواکي د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شېرزادو ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو په مهال ۱۱ طالبان وژلي دي.
سرچينې زياته کړې، چې عمليات كوونكو سرتېرو د مخالفينو يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه كړي هم دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA