ads

ټرمپ په روانه ميلادي مياشت کې هند ته سفر کوي

ټاکل شوې د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې هند ته سفر وکړي. سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ټرمپ به د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي په ګډون د دغه هېواد له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 سلواغه 1398
ټرمپ په روانه ميلادي مياشت کې هند ته سفر کوي
د امریکا جمهور رییس ټرمپ

ټاکل شوې د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې هند ته سفر وکړي.
سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ټرمپ به د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي په ګډون د دغه هېواد له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا وغږېږي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، مودي به د امريكا له جمهور رئيس سره په ليدنه كې د واشنګټن او نوي ډيلي ترمنځ د اړيکو پر دوام ټينګار وکړي.
سرچينه زياتوي، چې ياد سفر به د فبروري مياشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه ترسره شي.
بلخوا ويل كېږي د ټرمپ تر سفر وړاندې به هند له امريکايي شرکتونو څخه د دوه اعشاريه شپږ ميليارد ډالرو په ارزښت پرمختللې الوتکې وپېري.
هند له ۲۰۰۷ ميلادي کال راهيسې له امريکا څخه د ۱۷ ميليارد ډالرو په ارزښت پوځي وسايل پېرلي او دا هېواد د خپل پوځ د نظامي وسايلو د نوي کولو په هڅه کې دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA