امريکايي چارواکو خبر ورکړى، چې جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ به د ۲۰۲۱ ميلادي کال په بوديجه کې د بهرنيو مرستو کچه راټيټه كړي او د چين او روسيې په وړاندې به د خپلې بوديجې د ډېرېدو وړانديز وکړي.
ټرمپ تېر کال د بهرنيو مرستو کمېدو وړانديز کړى و، خو هغه وخت د کانګرېس له مخالفت سره مخ شو.
ټاکل شوې د نوموړي له لوري وړاندې کېدونکې بوديجه نن خپره شي.
يو شمېر سرچينې وايي، ټرمپ په دې هڅه کې دى، چې د امريکا بهرنۍ مرستې ۱۲ فيصده راټيټې شي.
دغو سرچينو رويټرز خبري اژانس ته ويلي، ټرمپ به وړانديز وکړي، چې د امريکا د پراختيايي بوديجې د تامين د نړيوال شرکت بوديجه ۷۰۰ ميليونه ډالرو ته لوړه شي.
د واشنګټن د يادو هڅو هدف له چين سره په اقتصادي برخه کې سيالي ښودل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال له اقتصادي او نظامي پلوه د چين لګښتونه تر امريکا لوړ دي.


