ads

د افغانستان خلک خپلو لومړنيو حقونو ته لاسرسی نه لري

په داسې حال کې چې افغانستان د سيمې په کچه تر ټولو غوره قانون لري؛ خو نيوکې دادي، چې د ياد قانون د پلي کېدو لپاره د حکومت په کچه سياسي اراده نشته. قانون پوهان او د قانون پر تطبيق د څار بنسټ اندېښمن دي، چې افغانان له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوي دي. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 سلواغه 1398
د افغانستان خلک خپلو لومړنيو حقونو ته لاسرسی نه لري

په داسې حال کې چې افغانستان د سيمې په کچه تر ټولو غوره قانون لري؛ خو نيوکې دادي، چې د ياد قانون د پلي کېدو لپاره د حکومت په کچه سياسي اراده نشته.
قانون پوهان او د قانون پر تطبيق د څار بنسټ اندېښمن دي، چې افغانان له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوي دي.
د قانون پوهانو د ټولنې مشر وحيد فرزايي له کليد سره په خبروکې وويل، په افغانستان کې د وګړو اساسي حقونو خيالي بڼه غوره کړې ده.
خو بل پلو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د يو علمي سيمينار په ترڅ کې وويل شول، چې خلک لومړی بايد په خپلو قانوني حقونو ځان پوه کړي.
د تفتش د عالي ادارې يو چارواکي محمد ظريف علم ستانکزي په دغه غونډه کې باور څرګند کړ، چې وېښ ملتونه پر خپلو قانوني حقونو ځان پوهوي او چاته اجازه نه ورکوي، چې پر حقونو يې سترګې پټې کړي.
د افغانستان اساسي قانون په لومړي ځل څه کم يوه پېړۍ وړاندې په ۱۳۰۱ لمريز کال کې د امير امان لله خان په واکمنۍ کې جوړ شو او له همدې کاله را په دېخوا یې په ټولو قوانينوکې په پراخه کچه تعديلات او تغييرات راغلي دي.
د افغانستان د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې کمېسيون غړی داکټر عبدالرووف هروي وايي، تر ټولو لويه تېروتنه همدا ده، چې واکمن حکومتونه قانون تعديل کړي او د قانون د پايښت لپاره يې فکر نه دی کړی.
قانون پوهان او د حکومت منتقدينو تل ادعا کړې، چې د اساسي قانون د تطبيق په برخه کې سياسي اراده نه شته؛ خو د افغانستان حکومت تل دغه خبره رد کړې او ويلي يې دي، چې د قانون واکمني يې تر ټولو هغو په لومړيتوب کې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA