slideshow

۲۱ سلواغه ۱۳۹۸
لیکونکی: بختاجان بختیار

خوستي سوداګر: د پانګونې زمینه نه ده راته برابره شوې

د خوست په یو شمېر سیمو کې نا امني، د برېښنا او صنعتي ښارګوټي نشتوالی او د حکومت له لوري د پانګونې برخې ته نه پاملرنه هغه لویې ستونزې دي، چې د پانګوالو او ملي سوداګرو چارې یې ټکنۍ کړې دي.
پانګوال وایي، په دغه ولایت کې پانګې اچونې ته لېوالتیا لري، خو افغان حکومت ورته په دې برخه کې لومړني امکانات هم نه دي برابر کړي.
د خوست یو تن سوداګر عبدالله خان صبری وایي، که چېرې افغان حکومت د غلام خان بندر په ترانزېټ کې هڅه وکړي؛ څو دوی خپل مالونه له همدې لارې نورو هېوادونو ته ورسوي او ترڅنګ یې د پانګونې پروړاندې نور شته خنډونه له منځه یوسي، په خبره یې دوی تیار دي چې دلته پانګونه وکړي.
په ورته مهال یو بل سوداګر انور تڼی وایي، ډېری وخت خپل سوداګریز توکي له پاکستان څخه د پکتیا او یا پکتیکا له لارې راوړي، چې د کرایو د ډېروالي له کبله ورته اجناس ګران بیه تمامېږي.
د نوموړي په وینا، که افغان حکومت د غلام خان بندر د ترازېټ مسله حل کړي، شته ستونزې به راکمې شي.
خوست والي حلیم فدايي له سوداګرو او پانګوالو سره ژمنه کوي، چې په راتلونکي ۱۳۹۹ کال کې به یې لومړیتوب دا وي، چې په یاد ولایت کې به د پانګه اچوونکو لپاره اسانتیاوې برابروي.
فدایي په ورته مهال د خوست د غلام خان بندر په تړاو وویل، چې د جمهور رییس په لارښوونه دې ولایت ته یو پلاوی را روان دی، څو د دغه بندر تخنیکي مطالعات ترسره او پر وړاندې یې شته خنډونو ته یې حل لارې پیدا کړي.
د یادونې ده، چې افغان پانګوال ډېر کله په هېواد کې د فرصتونو د نشتون له کبله دې ته اړکېږي، چې خپلې پانګونې له هېواد څخه بهر په نورو هېوادونو کې وکړې.
د دې برخې د کارپوهانو په خبره، که افغان حکومت دوی ته اړینې اسانتیاوې برابر کړي، سوداګر به په هېواد د ننه خپلې پانګې اچونې وکړي، چې د نورو ګټو ترڅنګ به خلکو ته کاري زمینې برابرې او د شته فقر کچه به راکمه شي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *