په خوست كې تېره ورځ مازديګر ناوخته د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د خوست د فوټبال فدراسيون مشر عبدالفتاح واکمن کليد ته وويل، په دې سياليو کې ۳۹ لوبډلې ګډون لري، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.
واکمن وايي، له يادو سياليو څخه يې هدف دا دى، چې د عمرونو مطابق منتخبو لوبډلو ته نوي ځوانان پيدا کړي.
د مسوولينو په وينا، هره ورځ به يوه سيالي ترسره کېږي او غوره لوبډلې به د ځوانانو ليګ ته لار پيدا كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ