د تايلنډ د شمال ختيځ په يوه پلورنځي كې يوه تايلنډي سرتېري په ډزو لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د تايلنډ پوليسو ويلي، چې دې سرتېري په ځايي وخت د شنبې په مازديګر لومړى خپل قوماندان وژلى، بيا يې پر خپلو ملګرو ډزې كړي او وروسته په ناخون ناتچاسيما ښار كې يوه پلورنځي ته ننوتى دى.
د سرچينې په خبره، هغه په پلورنځي كې پر عامو خلكو هم ډزې كړي، چې په ټوله كې يې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي او ۵۷ نور يې ټپيان كړي دي.
په همدې حال كې تايلنډي چارواكو اعلان كړى، چې بريد كوونكى سرتېرى د امنيتي ځواكونو له لوري وژل شوى دى.