ads

په فارياب كې ۱۰ طالبان ملي اردو ته تسليم شول

د ملي دفاع وزارت په فارياب كې ملي اردو ته د ۱۰ وسله والو طالبانو د تسليمېدو خبر وركوي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ياد كسان په ګرزيوان ولسوالۍ كې له اوږدو جګړو وروسته اړ شول، چې ځانونه ملي اردو ته وسپاري. په خبرپاڼه كې راغلي، تسليم شوو كسانو، چې كلونه كلونه د […]

نویسنده: hewadpal
18 سلواغه 1398
په فارياب كې ۱۰ طالبان ملي اردو ته تسليم شول

د ملي دفاع وزارت په فارياب كې ملي اردو ته د ۱۰ وسله والو طالبانو د تسليمېدو خبر وركوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ياد كسان په ګرزيوان ولسوالۍ كې له اوږدو جګړو وروسته اړ شول، چې ځانونه ملي اردو ته وسپاري.
په خبرپاڼه كې راغلي، تسليم شوو كسانو، چې كلونه كلونه د حكومت خلاف جنګېدلي، خپلې وسلې پر ځمكه كېښودې او ژمنه يې وكړه، چې بيا به تروريستي فعاليتونه نه كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې په هرات او غور ولايتونو كې هم ۴۱۰ طالبان افغان ځواكونو ته تسليم شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA