د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي مني، چې په دغه ولایت کې پنځو ماشومانو د تنفسي ستونزو له کبله ساه ورکړې ده.
د یاد ولایت د والي ویاند نېک محمد نظري کلید ته وویل، دغه ماشومان د یوې میاشتې په جریان کې د یمګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تنفسي ستونزو او والګي ناروغۍ له کبله وژل شوي دي.
دی زیاتوي، چې د روغتیا ریاست اړوند دوه ټیمو سیمې ته د یادې پېښې د ارزونې په هدف تللي دي.
بلخوا، د بدخشان روغتیايي چارواکو هم ویلي، چې په یادو ماشومانو کې د کرونا ویروس کومه نښه نه ده لیدل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې کرونا ویروس په چین کې تر اوسه ۵۰۰ کسان وژلي او تر ۲۰ زرو ډېر نور کسان په دغې ناورغۍ اخته دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم ویلي، تر اوسه په افغانستان کې د دې ناورغۍ نښې نه دي لیدل شوې او دوی یې د مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی لري.