ads

د پولیسو په مسلکي کېدو د جنايي پېښو کچه راټیټیږې

د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحمیزي له کلید سره د خبرو پر مهال وویل، د پولیسو د مسلکي زده کړو تر لاسه کېدو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږې. هغه څرګندوي، په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۲ تنه افسرانو او ساتنمنانو ته په رونیز مرکز کې د نظامي برخې مسلکي زده کړې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 سلواغه 1398
د پولیسو په مسلکي کېدو د جنايي پېښو کچه راټیټیږې

د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحمیزي له کلید سره د خبرو پر مهال وویل، د پولیسو د مسلکي زده کړو تر لاسه کېدو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږې.
هغه څرګندوي، په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۲ تنه افسرانو او ساتنمنانو ته په رونیز مرکز کې د نظامي برخې مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.
د قومندان په قول د پولیسو له مسلکي کېدو سره د جنايي پېښو کچه راټیټېږې او د دوی په ورځنیو دندو کې ښه والي راځي.
د پولیسو له رونیز مرکز څخه یو تن فارغ شوی پولیس افسر خداینور ګوملوال وايي، په شپږ میاشتنۍ رونیزه دوره کې يي د نظامي برخي بېلابېلي زده کړې تر لاسه کړې دي.
هغه وویل، په دې سره د پولیسو په ورځنیو چارو کې ښه والی، له خلکو سره په تګ راتګ او تالاشیو کې به د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.
نسیمه، چې د دې کورس په بشپړولو يي د ساتمني رتبه اخېستي ده کلید ته وویل، د دغه ولایت د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو وڼډه خورا کمه ده.
نوموړې زیاتوي، چې د چاپو پر مهال د کورونو په تالاشي کولو او دولتي ادارو ته د مېرمنو د راتګ پر مهال د ښځينه پولیسو شتون ته ډيره اړتیا لیدل کیږې.
پر همدې مهال په سویل ختیځ زون کې د پولیسو رونیز مرکز مسول سمونوال جمشیداحمد نظري وايي په پکتیکا کې پولیسو ته د مسلکي زده کړو ورکولو پروسه د نورو ولایتونو په پرتله کمزورې ده.
هغه وايي پلان لري د امنیه قومندانۍ تر چتر لاندي د ټولو سرتیرو د ښې روزنې لپاره په دایمي ډول د زده کړو زمینه برابره کړي.
یاده دي چې د سیمه ییزو پولیسو په ګډون پر ملي پولیسو ډيری وخت نیوکې کیږې ، چې پرته له مسلکي او نظامي زده کړو د سرتیرو په لیکو کې دندي لري ، چې د همدي څه له امله يي ځیني وختونه له خلکو سره چلند او کړه وړه مناسب نه وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA