ads

داعش ډلې په کونړ کې د ځنګلونو وهلو ته لاره هواره کړې

کونړ کې چارواکي وایي، داعش ډلې په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهلو ته لاره هواره کړې ده او دغه وسله واله ډله د لرګیو د قاچاق پر سر له ځایي خلکو پېسې اخلي، چې جګړه پرې سمبال کړي. څو ورځې وړاندې د لرګیو د قاچاقو په تور پولیسو درې تنه هغه مهال ونیول، چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 سلواغه 1398
داعش ډلې په کونړ کې د ځنګلونو وهلو ته لاره هواره کړې

کونړ کې چارواکي وایي، داعش ډلې په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهلو ته لاره هواره کړې ده او دغه وسله واله ډله د لرګیو د قاچاق پر سر له ځایي خلکو پېسې اخلي، چې جګړه پرې سمبال کړي.
څو ورځې وړاندې د لرګیو د قاچاقو په تور پولیسو درې تنه هغه مهال ونیول، چې په یوه کور کې یې د چاتراش لرګیو زیرمه جوړه کړې وه او غوښتل چې په یوه موټر کې یې له اسعد اباده جلال اباد ته ولیږدوي.
په ورته مهال د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې هم سلګونه جوړې چارتراش، چې په قچرو بار وو، حکومتي ځواکونو څه موده وړاندې نیولي وو.
د نورګل ولسوال محمد حنیف خیرخوا وایي، دغه لرګي د کونړ په هغه ساحه کې د داعش ډلې له خوا وهل کېږي، چې د حکومت تر ولکې وتلې ساحه ده چې بیا یې ننګرهار او نورو ولایتونو ته انتقالېږي.
په ورته وخت کې د کونړ ولایتي چارواکي هم مني چې د یاد ولایت په ځینو سیمو کې د ځنګلونو د پرې کېدو له کبله داعش وسله والې ډلې ته پېسې په لاس ورځي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، هڅه کوي چې په دې ولایت دلرګیو د قاچاق او د ځنګلونو د قطع مخنیوی وکړي.
بل لور ته ولسي استازې د کونړ ولایت ځینې حکومتي چارواکي د لرګیو په قاچاق کې پر لاس لرلو تورنوي
د کونړ د ولایتي شورا غړی شیرزمین مني چې په ځینو ساحو کې د ځنګلونو د پری کیدو ګته د دولت د وسله والو مخالفینو لاس ته رسیږي.
په ورته مهال د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې د دغه ولایت په نهه ولسوالیو کې کله نا کله ځنګلونونه وهل کیږي او ځنګلونه په هغه سیمو کې دي چې د حکومت تر ولکې وتلي دي.
دوی وایي هڅه کوي چې د قومي تړو له مخې په دې ولایت کې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA