د جوزجان – سرپل پر لويه لار د افغان ځواكونو په عملياتو كې د دوو مهمو غړو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
۲۰۹ شاهين قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې امنيتي او دفاعي سرتېرو تېره شپه د سرپل د مركز په تخته كلي كې د طالبانو پر يوې قرارګاه بريد وكړ.
د سرچينې په وينا، په دې بريد كې د طالبانو دوه مهم غړي عبدالحق مشهور په جعفر او عبيده له خپلو نهو كسانو سره يو ځاى ووژل شول.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې عمليات كوونكو ځواكونو د طالبانو ياده قرارګاه ويجاړه كړه او يوه اندازه تجهيزات او څو ميله وسلې يې ترلاسه كړې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ