ads

ښرنه بازار په دویمه ورځ هم لاریونوالو تړلی دی

قهرجنو لاریونوالو له تېرو دوو ورځو راهیسي د مرکز ښرنې بازار په بشپړ ډول تړلی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوو وژلو شوو کسانو عاملینو ته کلکه سزا ورکړي. حسن خان احسان وايي، تر هغه به ټول بازار تړلی وي، څو امنیتي مسولین د دوو وژل شوو قصابانو عاملین په علني ډول محکمه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 سلواغه 1398
ښرنه بازار په دویمه ورځ هم لاریونوالو تړلی دی

قهرجنو لاریونوالو له تېرو دوو ورځو راهیسي د مرکز ښرنې بازار په بشپړ ډول تړلی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوو وژلو شوو کسانو عاملینو ته کلکه سزا ورکړي.
حسن خان احسان وايي، تر هغه به ټول بازار تړلی وي، څو امنیتي مسولین د دوو وژل شوو قصابانو عاملین په علني ډول محکمه نه کړي.
د لاریون یو تن مشر حاجي مومن خان مخلص وویل، د ټول قوم د مشرانو او ځوانانو پرېکړه همدا ده، تر څو يي چې غوښتني نه وي منل شوې، لاریون ته به دوام ورکوي.
هغه څرګندوي، حکومت په تېر کې هم له خلکو سره غولونکي ژمنې کړې او د دا ډول پېښو عاملینو ته يي سزا نه ده ورکړې.
ځيني نور قهرجن لاریون کوونکي هم د وژل شوو کسانو لپاره عدالت غواړي او وايي، که د دې پېښي عاملین کلکه سزا ونه ویني، د چور او چپاول پېښي به ورځ تر بلي ډېرېږي.
بل لور د ښرنې ښار د لومړۍ امنیتې حوزې امر محمد ولي قلم دوست له کلید سره د خبرو پر مهال وویل، د یادې پېښې په تړاو اته کسان نیول شوي او یو بل يي تر جدي تعقیب لاندې دی.
نوموړي له لاریون کوونکو غوښتنه وکړه، چې موضوع ته تر ډېره حل لاره پیدا شوې او په وینا يي ټول خلک باید خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکړي او هټيوال دې بازار خلاص کړي.
یاده دي وې، چې تېره ورځ امنیتي او کشفې ادارو لاریونوالو ته ډاډ ورکړی و، چې د ښرنې بازار د دوو قصابانو وژونکي به ژر تر ژره قانوني سزا ووینې، خو له هغه را وروسته په دویمه ورځ هم خلکو له ګرمو احساساتو سره بازار تړلی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA