ads

په چين کې د کورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۴۲۶ ته ورسېد

د چين دولتي ټلويزيون نن په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د دغه هېواد په ټولو برخو کې د کورونا ويروس له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۴۲۶ ته رسېدلى دى. د چين د روغتيايي بنسټونو په وينا، ۱۰ زره او ۹۹۰ کسان په روغتونونو کې بستر دي، چې د ۵۷۶ تنو روغتيايي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
سلواغه 15, 1398
په چين کې د کورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۴۲۶ ته ورسېد

د چين دولتي ټلويزيون نن په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د دغه هېواد په ټولو برخو کې د کورونا ويروس له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۴۲۶ ته رسېدلى دى.
د چين د روغتيايي بنسټونو په وينا، ۱۰ زره او ۹۹۰ کسان په روغتونونو کې بستر دي، چې د ۵۷۶ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
په نړۍ كې تر دا مهاله تر ۲۰ زرو ډېر کسان په کورونا ويروس اخته شوي دي.
روغتيايي فعالان په ساه اخيستلو کې سختوالى او يا تنفسي ستونزې، تبه او دوامداره ټوخى د ياد ويروس عمده نښې بولي.
د يادولو وړ ده، چې کورونا ويروس د ځاني زيانونو ترڅنګ چين ته ميلياردونه ډالر مالي زيانونه هم اړولي او دې هېواد ته د امريکا، کاناډا، قطر او يو شمېر نورو هېوادونو د الوتکو پروازونه هم ځنډول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA