ads

په غور کې ۵۹ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

افغان ځواكونو ته د طالب جنګياليو د تسليمۍ لړۍ په دوام ۵۹ نور وسله وال طالبان په غور او هرات ولايتونو كې تسليم شوي دي. د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان نن كليد ته وويل، د غور د شهرك ولسوالۍ په جام كلي كې ۵۱ طالب جنګيالي افغان سرتېرو ته تسليم شول. د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 سلواغه 1398
په غور کې ۵۹ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

افغان ځواكونو ته د طالب جنګياليو د تسليمۍ لړۍ په دوام ۵۹ نور وسله وال طالبان په غور او هرات ولايتونو كې تسليم شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان نن كليد ته وويل، د غور د شهرك ولسوالۍ په جام كلي كې ۵۱ طالب جنګيالي افغان سرتېرو ته تسليم شول.
د نوموړي په خبره، د هرات د چشت ولسوالۍ په دره تخت كې بيا اتو طالبانو ځانونه امنيتي ځواكونو ته وسپارل.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند وايي، دا طالبان له اوږدې مودې راهيسې په چشت او شهرك ولسواليو كې پر دولت ضد تروريستي فعاليتونو بوخت وو.
مخكې هم په يادو ولسواليو كې ۳۴۰ طالبان افغان سرتېرو ته تسليم شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA