ads

د کينيا د يوې مدرسې ۱۴ زده کوونکي ووژل شول

د كينيا په کاکامګار ښار کې د يوې مدرسې ۱۴ زده کوونکي د خلکو په ګڼه ګوڼه كې وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل دي. راپورونه وايي، په دې پېښه کې د يو وژل شوي ماشوم مور د هغوى ښوونکي په پېښه کې ګرم پېژندلي دي. هغې رسنيو ته ويلي، د يادې مدرسې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 سلواغه 1398
د کينيا د يوې مدرسې ۱۴ زده کوونکي ووژل شول

د كينيا په کاکامګار ښار کې د يوې مدرسې ۱۴ زده کوونکي د خلکو په ګڼه ګوڼه كې وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل دي.
راپورونه وايي، په دې پېښه کې د يو وژل شوي ماشوم مور د هغوى ښوونکي په پېښه کې ګرم پېژندلي دي.
هغې رسنيو ته ويلي، د يادې مدرسې ښوونکو دا ماشومان د درس د نه زده کړې له کبله په لرګيو وهل، چې هغوى ترې تښتېدلي او د تېښتې په حال کې د خلكو تر پښو لاندې شوي دي.
رسنيو د وژل شوو زده كوونكو عمرونه له لسو تر ۱۲ کلونو ښودلي دي.
د کينيا پوليسو د پېښې په اړه څېړنې پيل کړې، خو تراوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
له دې پېښې دوه ورځې وړاندې هم د مسيحيانو په مذهبي مراسمو کې د بيروبار په پايله كې ۲۰ کسان وژل شوي وو.

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA